شاه حسين د ميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محموداصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل.
( بشپړه ليکنه...)
۱۳ اپرېل ۲۰۲۶: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د روغي جوړي خبري ناکامي سولې.
۱۸ مارچ ۲۰۲۶: د پاکستان د پوځي رژیم په هوایي برید کي د کابل د امید روغتون ۴۰۰ معتادین شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ تنه ټپیان سول.
۴ مارچ ۲۰۲۶: د امریکا او اسراییل په ګډ برید کي د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ووژل سو.
۱ فبروري ۲۰۲۶: بلوڅ خپلواکي غوښتونکو د هیروف ۲ عملیاتو تر چتر لاندي د بلوچستان د پلازمېني کوټې ښار په ګډون پر ۱۲ ښارونو بریدونه ترسره کړي، او لسګونه پاکستاني پوځیان او چارواکي یې وژلي دي.
۳ جنوري ۲۰۲۶: د وېنزویلا پر پلازمېنه د یو برید په پایله کي ددغه هېواد ولسمشر او مېرمن یې د متحده ایالاتو له لوري ژوندي ونیول شول، او تمه ده چي په امریکا کي به محکمې ته وړاندي شي.